د پاکستان امنیتي سرچینو رسنیو ته منلي چې د تحریک طالبان پاکستان مهم لوپوړی قوماندان عبدالوالي چې په خالد خراساني مشهوروو ، د خپلو درو ملګرو سره یو ځای د افغانستان پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې د یوې بمې چاودنې په ترڅ کې وژل شوی. د تحریکطالبان پاکستان سرچینو هم رسنیو ته د خپل مهم مشر خالد خراساني وژنې پېښې تایید کړی. د یادولو ده چې د خالد خراساني وژنېپېښه داسې مهال مخې ته راځي چې د پاکستان حکومت لخوا د یادې ډلې سره سولې خبرې هم روانې دي او د نامعلومې مودې پورېاوربند هوکړه هم شوي ده.