د ترکیې ولسمشر او پاکستان لومړي وزیر ترکیه کې د افغان سولې په تړاو کیدونکي کنفرانس په هکله تلیفوني خبري کړي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له دفتره په یوه خپره شوي اعلاميه کې راغلي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د افغان سولې په تړاو تلیفوني خبرو کې ویلي. چې پاکستان د متحده ایالاتو او طالبانو د سولې تړون او ورپسې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو له پیل څخه ملاتړ کوي. او دې برخه کې يې ځانګړي مرسته هم کړي. لومړي وزیر خان ددغه اعلامیې په ترڅ کې پر افغان مشرانو هم غږ کړی ، چې اوس افغان مشرانو ته پکار ده ، چې د یو ټول شموله او پراخ بنسټه سیاسي جوړجاړي رسیدو لپاره له دغه فرصته ګټه واخلي
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دا بیان داسې وخت مخته راځي چې طالبانو وار له مخې په ۲۴ اپریل ترکیه کې کیدونکي کنفرانس له ګډونه انکار کړی