د سرپل چارواکو رسنیو ته تایید کړله چې د سرپل ولایت د هینډبال لوډلې کېپټانه ۱۹ کلنه نوریه تابش د کورني جنجال له امله د خپل مېړهلخوا وژل شوي.
د سرپل ولایت ویاند ذبیح الله اماني رسنیو ته ویلي چې ددغه ولایت د هېنډبال لوبډلې کېپتانه نوریه تابش د خپل مېړه محمد اسلم د کورنیواختلافاتو له کبله وژلي. پدې پېښه کې د نوریه تابش د ورور مېرمن هم وژلي شوي، مور او یو ورور یې ټپیان شویدي.