د طالبانو څخه ناراضه هزاره توکمه قوماندان مولوي مهدی مجاهد مرستیال بي بي سي فارسي ته ویلي چې ځواکونو يې تېره شپه د بلخاب قم کوتل کې د طالبانو دوې حملې دفعه کړي او هغوی يې د تلفاتو سره مل په شاه تمبولي. خو تر دې دمه د طالبانو لخوا دې یاد خبر په تړاو کوم رسمي غبرګون مخې ته ندی راغلی. بلخوا ته د باختري خبري اژانس خبر ورکړی چې د طالبانو عمومي قوماندان فصیح الدین فطرت دې یو لوړ رتبه نظامي هیات په ملتیا سرپل ولایت ته تللي تر څو د مولوی مهدی سره شخړه د مذاکرې دې لارې حل کړي. خو دې یادولو ده ، چې ورته مهال په خواله رسنیو داسې ویډګانې هم مخې ته رارواني دي چې د طالبانو دفاع وزارت بلخاب ته دې جګړې لپاره د وسلوالو ډک زغروال کاروانونه هم په لاره دي.