جنوبي وزیرستان مکین سیمه کې پرلت کوونکو ته تر پنځو ورځو پرلت وروسته ځایي پولیسو منلي چې وژل شوي دوه ځوانان ددوی پولیسو وژلي، او پېښه کې ککړو پولیسو پر ضد به قانوني کاروایي کوي.
د یادولو ده چې دوه ورځې د مخه پولیسو ددغه ځوانانو وژلو انکار کولو، او رسنیو ته یې ویلي وه چې نامعلومو وسلوالو وژلي. خو پرلت کوونکو د پولیسو دغه بیان تردید کولو، او ځایي امنیتي ادارې یې پېښه کې ککړې بللي، چې نن ورځ ځایي پولیس دوی ته په ننواتي هم ورغلي وه او دې خپلې تېروتنې پړه یې ورته منلي. او ددغه پېښې په تړاو یې د قانوني کاروایی وعده ورکړي.