د پاکستان کراچۍ پولیسو مشر غلاني میمن رسنیو سره خبري کنفرانس کې وویل چې “ نن ماسپیښن مهال د کراچۍ ښار کنفیشونپوهنتون ته څېرمه پر یوه کاسټر ډوله باندې چاودنه شوي، زموږ د لومړنیو ارزونو له مخې داسې ښکاري چې برید یوې ځانمرګي میرمنېترسره کړی. او له امله یې پنځه تنه چې درې چینایي وګړي وو وژل شوي . په وژل شویو چینایانو کې دوه یې میرمنې او یو نارینه دی. همدا شان دوه پاکستانیان هم پکې وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپیان دي. چې د ځینو یې حالت د اندېښنې وړ دی. زموږ تحقیقات رواندي. چې بشپړ شي ټول به رسنیو سره شریک کړو”. تر اوسه د یادې حملې مسؤلیت چا پر غاړه ندی اخیستی.