د کنړ څخه راپورونه وايي چې نن له غرمې مخکې د کونړ اسعداباد کې د طالبانو امنیتي پرسونل پر یوه رنجر موټر چاودنه شوي چې لهامله يې ۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي.د کونړ طالبانو امنیه قوماندان عبدالحق حقاني رسنیو ته دې پېښې پخلی کړی او ویلي دي چېیاده چاودنه کې د طالب ځواکونو یو تن وژل شوی او ۶ تنه نور ټپيان شویدي. همدا شان یاده چاودنه کې یو ملکي تن هم ژوبل شوی او دنورو ټپيانو سره یو ځای روغتون ته رسول شوی. تر اوسه دې یادې پېښې مسولیت چا پر غاړه ندی اخیستی.