د تېرو څو ورځو راهیسې افغانستان کې د جګړې زیاتیدو سره هماله د وسلوالو طالبانو په ضد ولسي خلکو پاڅونونو لړۍ پيل شوي. چې نن د زابل او پکتیکا ولسي خلکو د وسلوالو طالبانو په ضد وسلې راخیستي. او ټينګار کوي چې په هیڅ صورت سره به چا ته اجازه ورنکړي چې نور په یو او بل نوم افغانان ووژني او یا عامه تاسیسات ړنګ کړي. د زابل او پکتیکا حکومتي چارواکو یادو پاڅونو په تایید سره ویلي چې ولس د جمهوریت په دفاع کې راوتلی. او دا ولسي پاڅونونه دا ښکاره کوي چې ولس په زور او جبر حرکتونه نه مني. او د هغوی په وړاندې به مقاومت وکوي.