دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو لخوا پر دوو طالب چارواکو د سفري بندیز غزولو پریکړې په تړاوغبرګون وښود او بي بي سي ته یې خپلو خبرو کې ویلي چې د ملګرو ملتونو دا پریکړه ورته د منلو نده. شاهین وايي،“د دوحې د تړون لهمخې باید د طالبانو ټول غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه وېستل شوي وای“.
نړیوالو رسنیو نن د ځینو دیپلوماتانو له قوله لیکلي چې ملګرو ملتونو د افغان میرمنو او انجونو پر وړاندې د طالبانو لخوا د خشن چلند اوبندیزونو له کبله پر دوو طالب چارواکو د سفر کولو معافیت پایته رسولی. د اې ایف پي خبري اژانس په حواله چې ملګرو ملتونو دا بندیزونهد طالبانو لوړو زده کړو چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني او مرستیال یې سید احمد شهید خېل لګولي. د سرچینې په حواله که څه همملګرو ملتونو پر ۱۳ نورو طالب چارواکو د سفر کولو معافیت دوه میاشتې نوره هم غځولی. خو د لوړو زده کړو پر وزیر او مرستیال یې دسفر کولو معافیت ندی غځول شوی. د طالبانو حکومت د خپل راتګ سره سم په افغان میرمنو حجاب جبري کړ ، بې له محرمه یې له کورهپر وتو بندیز ولګولو او همدا شان د اتم ټولګي څخه پورته یې د انجونو ښوونځي وتړل.
تر اوسه د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو دغه پریکړې په تړاو رسمي غبرګون ندی ښوودلی. او د طالبانو لوړو زده کړو وزیر عبدالباقيحقاني هم دا مهال ترکیه کې دی. او دا هم څرګنده نده چې هغه به څه مهال بېرته افغانستان ته وګرځي.