د سعودي عربستان د پټو رازونو ادارې (استخبارات) پخواني مشر شهزاده ترکي الفیصل رسنیو سره تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان لا هم القاعده پآلي، او هغوی ته یې افغانستان کې پناه ورکړیده. نو همدا وجه ده چې سعودي طالبان په رسمیت هم نه پیژني. د نوموړي په وینا “یو وخت د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د سعودي پخواني فقید پاچا عبدالله وغوښتل چې ددوی او طالبانو تر منځ منځګړتوب وکړي، خو کله چې سعودي له طالبانو وپوښتل چې ایا دوی به دې القاعدې سره اړیکي ختمې کړي؟ طالبانو ترې انکار وکړ، نو ځکه خو سعودي د طالبانو او کرزي حکومت تر منځ له منځګړتوب په شاه شولو”. فیصل همدا راز وویل چې یوازې طالبان ندي چې القاعدې سره اړیکي لري، قطریان هم د القاعدې سره اړیکي لري، او د الجزیرې په شان مهمه رسنۍ القاعدې غږ ته ډېره مهمه وه.