د طالبانو ډلې نن د یوې مطبوعاتي اعلامیې په خپرولو سره د خپل حکومت سرپرسته کابینه اعلان کړله ، خو یاده کابینه کې نه د طالبانو مشر ملا هبت الله اخواندزاده نوم شته. او نه دې هغې برخلیک په هکله پکې څه ویل شويدي. همداراز که څه هم طالبانو وار له مخکې ویلي وو چې دوی به ټولشموله حکومت جوړوي ، خو تازه کابینه کې میرمنو ، او د افغانستان نورو سیاسي اقشارو ته هم پکې ځای ندی ورکړل شوی.
د طالبانو کابینې لیست
۱ــ محترم الحاج ملا محمدحسن اخند د ریاست الوزراء سرپرست
۲ـ محترم ملا عبدالغني برادر د ریاست الوزراء مرستیال
۳ـ محترم مولوي عبدالسلام حنفی د ریاست الوزراء مرستیال
۴ـ محترم مولوي محمدیعقوب مجاهد د دفاع وزارت سرپرست
۵ـ محترم الحاج ملا سراج الدین حقانی د کورنیو چارو وزارت سرپرست
۶ـ محترم مولوي امیرخان متقی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست
۷ـ محترم ملا هدایت الله بدري د ماليې وزارت سرپرست
۸ـ محترم شیخ مولوي نورالله منیر د پوهنې وزارت سرپرست
۹ـ محترم ملا خیرالله خیرخواه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست
۱۰ـ محترم قاري دین حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست
۱۱ـ محترم شیخ مولوي نورمحمد ثاقب د حج او اوقافو وزارت سرپرست
۱۲ـ محترم مولوي عبدالحکیم شرعي د عدلې وزارت سرپرست
۱۳ـ محترم ملا نورالله نوري د سرحدونواوقبایلو چارو وزارت سرپرست
۱۴ـ محترم ملامحمدیونس اخندزاده د انکشاف دهات وزارت سرپرست
۱۵ـ محترم شیخ محمدخالد د دعوت او ارشاد، امربالمعروف او نهی المنکر وزارت سرپرست
۱۶ـ محترم ملا عبدالمنان عمري د فوائد عامې وزارت سرپرست
۱۷ـ محترم حاجي ملامحمد عیسی اخند د معادن او پټرولیم وزارت سرپرست
۱۸ـ محترم ملا عبداللطیف منصور د اوبو او بريښنا وزارت سرپرست
۱۹ـ محترم ملا حمید الله اخندزاده د هوانوردۍ او ټرانسپورت وزارت سرپرست
۲۰ـ محترم مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زدکړو وزارت سرپرست
۲۱ـ محترم مولوي نجیب الله حقاني د مخابراتو وزارت سرپرست
۲۲ـ محترم حاجي خلیل الرحمن حقاني د مهاجرینو وزارت سرپرست
۲۳ـ محترم ملا عبدالحق وثیق د استخباراتو د عمومي ریاست سرپرست
۲۴ـ محترم حاجي محمد ادریس د افغانستان بانک عمومي ریاست سرپرست
۲۵ـ محترم مولوي احمدجان احمدي د چارو د ادارې د عمومي ریاست سرپرست
۲۶ـ محترم ملا محمدفاضل مظلوم د ملي دفاع وزارت مرستیال
۲۷ـ محترم قاري فصیح الدین لوی درستیز
۲۸ـ محترم شیرمحمدعباس ستانکزی د بهرنیو چارو وزارت مرستیال
۲۹ـ محترم مولوي نورجلال د کورنیو چارو وزارت مرستیال
۳۰ـ محترم ذبیح الله مجاهد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال
۳۱ـ محترم ملا تاج میر جواد د استخباراتو د عمومي ریاست لومړی مرستیال
۳۲ـ محترم ملا رحمت الله نجیب د استخباراتو د عمومي ریاست ادارې مرستیال
۳۳ـ محترم ملا عبدالحق اخند له مخدره موادو سره د مبارزې په چارو کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال