د فرانسې پاریس ښار کې نن یوه سختدریځي برید ګر د پولیسو مرکز مخې ته د پولیسو یوه کارمنده په چاړې ستونې ته ووهله او ویې وژله. د فرانسې ولسمشر ویلي چې دا یوه ترهګریزه پېښه ده. له برید وروسته بریدګر هم د پولیسو په ځوابیه ډزو کې وژل شوی. د فرانسې امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې بریدګر په خټه د تونیس دی خو په فرانسه کې يې د اوسیدلو قانوني اسناد درلودل چې ددغه کال په اخیر کې يې د اعتبار موده ختمیدله.