د غزني امنیه قوماندان هېواد پریس ته وویل چې له کابله لوړ پوړي امنیتي چارواکي ورغلي ، تر څو ددغه ولایت امنیتي حالات له نیږدې وګوري
د یادولو ده چې دغه پلاوي کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب، د
د دفاع وزارت سرپرست وزیر او لوی در ستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء ، د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حیات الله حیات، د ملي امنیت عمومي رئیس احمد ضیاء سراج، د ملي امنیت د عمومي ریاست ولایتي مرستیال ډګر جنرال نظرعلي واحدي، د کورنیو وزارت امنیتي چارو کې ارشد معین جنرال عبدالصبور قانع ګډون درلود
د ملي امنيت سلاکار دې لیدنه کې غزني چارواکو ته وویل، چې مرکزي اداره د غزني امنيتي وضعيت او د حکومتولۍ پراختيا ته ځانګړی پام لري او ژر به د ځواکونو د تمويل او تجهيز په برخه کې لازم پرمختګونه وشي