د لوګر پولیسو مطبوعاتي دفتر وایي چې تیره شپه د فاعی او امنیتي ځواکونو د هوایي قواوو په مټ د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ اړوند د ګرم ابه ډبر ، او د محمداغی ولسوالۍ زرغون ښار په سیمو کي پر وسله والو طالبانو باندي هوایي او ځمکني هدفمنده ګوزارونه ترسره کړل .
چې پایله کې 22 طالبان ووژل شول او 11 تنه یی مرګونې ټپيان شول .پدي بريدونو کي د وسله والو مخالفینو یوه اندازه وسلی او مهمات هم په بشپړ ډول ويجاړ شوي دی. همدا شان ورته مهال د کوماندو لمر اتم کنډک زړورو سرتيرو د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کی د مانی بازار په سيمه کي د وسله والو طالبانو پر يو مهم پټن ځای شپنیز عملیات تر سره کړي .چې په ترڅ کي د وسله والو طالبانو 4 قبضې راکټ انداز ، 50 میله کلاشینکوفونه ، 1 میل کرينکوف ، 20 بوجۍ چاودیدونکي مواد ، 30 پايي مخابرې ، 10 قبضې لاسی تفنګچي ، 12 عرادي ډول ډول وسایط ، 3 عرادي موټر سایکلونه ، 500 توغ د امارت بیرغونه ، او 30000 زره مختلف مهمات د کوماندو سرتیرو ته پر لاس ورغلي دي .
په یادو عملیاتو کي امنیتی ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی رسیدلي.