ملي دفاع وزارت خپل تازه بیان کې ویلي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ملي امنیتي ګډو ځواکونو د ځمکنیو او هوايي علمیاتو پر ترڅ کې د ننګرهار ، پکتیکا ، لوګر ، غزني ، میدان وردګ ، قندهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار، بدخشان، کندز، بغلان، او کاپیسا ولایتونو کې ۲۵۸ وسلوالو طالبان وژلي او ۱۴۲ نور یې ټپیان کړیدي. همدا شان ددوی زیات شمیر وسلې او مهمات یې هم له منځه وړي. وسلوالو طالبانو تر اوسه دغه خبر په تړاو خپل غبرګون ندی څرګند کړی.