د پآکستان لپاره د چین سفیر ننوګ روونګ د پاکستان جمیعت علمای اسلام مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان سره د لیدنې وروسته خپل تازه بیان کې ویلي چې مولانا فضل الرحمان د چین حکومت لخوا په چین کې د ترهګرو ضد اقداماتو ستاینه او ملاتړ کړی. چین دې یو څه مودې راهیسې د ایغور مسلمانانو په ضد سخته رویه خپله کړي ،ویل کیږي چې د مولانا فضل الرحمان اشاره همدغو اقداماتو ته وه. که څه هم چین د ایغور مسلمانانو پر ضد سخت اقدامات ردوي ، خو بي بي سي او نورو رسنیو داسې انځورونه خپاره کړي چې پکې لیدل کیږي په ډېر شمیر سره ایغور مسلمانان لوی زندانونو ته ورته وادنیو کې د پوځیانو سختو شرایطو لاندې ساتل کیږي