د طالبانو سرپرست حکومت لخوا نن د کابل لويې جرګې خیمه کې د افغانستان دې بیلابېلو سیموڅخه د دیني علمانو او قومي مشرانو ۳۵۰۰ تنه راغونډ کړل شوي او له دوی يې په حکومت کې د نیمګړتیاوو او حل لارو مشورو غوښتنه کړي. چې د یادې غونډې په ترڅ کې نن د هرات څخه مولوي مجیب الرحمان انصاري په خپل توند بیان کې څرګند کړله چې خیمه کې راټول دیني عالمان دې داسې فتوا صادره کړي هر څوک چې د اوسني حکومت اصولو څخه کوچنۍ سرغړونه وکړي، باید سريې غوڅ کړل شي او له منځه یوړل شي.
تراوسه طالب چارواکو د انصاری غبرو په تړاو کوم رسمي غبرګون ندی ښودلی، خو خواله رسنیو باندې د انصاری دغه بیان د داعش کړو وړو سره ورته بلل شوی. او غندل شویدی.