د بلوچستان چارواکي وايي چې نامعلومو وسلوالو د بلوچستان کیچ ولسوالۍ بولیده غرنۍ سیمه کې د پاکستان سرحدي ځواکونو د ګزمې پر موټر برید کړی چې پایله کې یې دوه سرتیري ځای پر ځای وژل شوي، او درې نور ټپيان دي. او وسلوال هم د پېښې له ځآیه روغ رمټ وتلي دي. د یادولو ده چې شپږ ورځې د مخه هم یو ځانمرګي برید له امله بلوچستان کې څلور سرتیري وژل شوي وو او ۲۰ نور یې ټپیان وو.