نن سهار ناپیژانده وسلوالو د کابل ښار ۱۷ مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د کابل عربي دارالعلوم مشر ښوونکي مولوي بسم الله شاکر باندې چې جومات ته روان وو برید کړی. د طالبانو کورنیو چارو وزرات مرستیال ویاند انجینر عزام رسنیو ته د پېښې پخلی کړی. د نوموړي په وینا چې یاد برید کې مولوي بسم الله شاکر وژل شوی او وسلوال له سیمې په تېښته بریالي شوي خو طالب ځواکونو یې نیولو پسې لټون پیل کړیدی. د یادولو ده چې تېره ورځ هم یو بل دینې عالم مولوي عبدالسلام موټر باندې هم بمي چاودنه شوي ، چې نوموړی پکې ټپي شوی وو.