د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي چې نامعلومو وسلوالو دغه ولایت کې د پولیو واکسیناتورانو ته مرګ ژوبله اړولي. د ننګرهار عامې روغتیا ریاست کتلوي معافیت دیپارتمنت مشر ډاکټر جان محمد نړیوالو رسنیو ته ویلي چې د خوږیاڼو ولسوالۍ چمتلي او کږې بازار دوو جلاه بریدونو کې نامعلومو وسلوالو د پولیو پر واکسیناتورانو ډزې کړي چې دوه يې وژلي او یو بل يې ټپي کړی. همدا شان د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې هم د نامعلومو وسلوالو یوه برید کې دوه واکسیناتوران وژل شوي. او ورته مهال د جلال اباد ښار دریمه ناحيه کې هم نامعلومو وسلوالو د پولیو پر واکسیناتورانو برید کړی چې دوه واکسیناتوران يې ټپيان کړیدي. د ننګرهار عامې روغتیا مسولینو ویلي چې ددغه پیښو وروسته يې د پولیو ضد کمپاین د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو کې ځنډولی
تر اوسه دې یادو پیښو مسولیت چا ندی منلی