افغان ولسمشر اشرف غني نن په یوه مقاله کې ویلي ، دې افغان سولې راتلو لپاره پکار ده چې پاکستان له طالبانو سره د افغانستان ضد ترهګریزې اړیکې وشلوي، دده په وینا ” پاکستان اوس هم طالبانو سره لوژیستکي، مالي او د جنګیالیو د چمتو کولو ملاتړ ته دوام ورکړی” . غني خپله مقاله کې زیاتوي چې پدې سره پاکستان د سیمې حالاتو په اړه سمه محاسبه نده کړي، او پاکستان اوس دوو انتخابونو کې (افغانستان سره دوستي که دوښمني ) یوباید وکړي ، دده په وینا “که پاکستان د طالبانو ملاتړ انتخاب کړي، نو دا به د افغانستان له ملت سره د دښمنۍ په معنی وي او پاکستان به له هغو ډېرو اقتصادي ګټو برخمن نه شي چې سوله او سیمهایز اتصال به یې د دې هیواد لپاره ولري. پاکستان به یو منزوي شوی هیواد شي او د امریکایي پوځونو له ستنېدو وروسته به هېڅ امتیاز ونه لري د پاکستان حکومت، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د عمل د پلان په مقابل کې غبرګون ناسم محاسبه کړی و، خو د اسلام اباد لپاره لا ناوخته نه دی چې د سولې په منظمه پروسه کې د یوه شریک او ذیدخل په توګه راڅرګند شي. د مارچ په میاشت کې چې د اسلام آباد په امنیتي کنفرانس کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه کومې خبرې وکړې، په دې خبرو کې د پاکستان له لوري دا مثبتې اشارې ښکاري د سیمهایز اتصال، سولې او رفاه لاره انتخاب کړي. دغه څرګندونې له افغانستان سره د هغوی په اړیکو کې له مخرب روش نه، رغنده روش ته یو ډول بدلون ښيي. اوس د دې وخت دی چې دغه ډول څرګندونې عملي شي