د غزني امنیتي سرچینې هېواد پریس ته وویل چې نن د تندر قول اردو د دریمې لوا اتلو منسوبینو د غزني ولايت د ده یک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال په یاده ولسوالۍ کې د ماین جوړولو او ماین ایښودلو مسؤل امیرجان مشهور په لیوني د یو پایې ایکم مخابرې او یو برچې سره نیولی دی، چې د لا زیاتو معلوماتو د لاسته ړاوړلو لپاره د امنیتي ځواکونو په نظارت کې دی.