وروسته له هغه چې د کرونا دریمه څپه د پاکستان ملکي حکومت له قابو کولو ووتله ، نو صدراعظم عمران خان له پوځ مرسته وغوښتله . رسنیو کې خپاره شوي انځورو کې ښکاري چې د پاکستان پوځ د اسلام اباد لارو ، کوڅو کې سر دی، او خلک له ګڼې ګوڼې منع کوي. دې کرونا دریمې څپې پداسې حال کې پاکستان زور اخیستی چې د پاکستان خراب اقتصادي وضیعت او کرونا تېرې شوي دوهمې څپې پاکستان سخت ځپلی ، او اونۍ د مخه د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي متحده عربي اماراتو ته د سفر په مهال له اماراتو د دوه بېلیونه ډالرو پور غوښتنه کړي. د یادولو ده چې تر دې دمه پاکستان کې د کرونا له وجهې ۱۷۰۰۰ کسان مړه شوي او دا مهال ۸۰۰ زره نور پرې اخته دي.