یوې امنیتي سرچینې هېواد پریس ته وویل چې د طالبانو یو جګپوړی قوماندان او د سویلي زون ځانمرګو بریدګرو مسؤول ملا محمد رحیم چې په احمد صاحب مشهور وو ، د کندهار ژېړۍ او میوند ولسوالیو تر منځ دې بې پېلوټه الوتکې برید کې له منځه وړل شوی. امنیتي سرچینه زیاتوي چې دې طالبانو دا قوماندان د طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور وروسته دوهم جګپوړی مشر وو.