د کندهار په زړه فرقه کې تر درو زرو پورې کورنیو ته د طالبانو لخوا ویل شوي چې د خپلو کورونو څخه ووځي. ځايي خلک چې نن د مظاهرې په ډول د ولایت مخې ته راټول شوي وو د طالب چارواکو یې غوښتنه کوله چې چېرته ولاړ شي ؟ سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي،له کله چې طالبان واک ته رسیدلي، طالب نظامیانو په زوره دکندهار له زړې فرقې ځایي اوسیدونکي له خپلو کورونو شړلي، او دوی پکې میشت شوي. په کندهار کې د زړې قول اردوشاته میشت افغانانو ته چې له دیرشو کلونو راهیسې دلته ژوند کوي او کورونه د وخت دولتونو ورکړي طالبان یې په جبر او ظلم له کورونو باسي. طالب وسله والو د خبري پوښښ لپاره سیمې ته ورغلی خبریال بسم الله وطندوست هم وهلی دی. شنونکي وايي د طالبانو له کرداره ښکاري چې دوی په پټه بڼه وحشت کوي او عقده مندانه برخورد کوي. بلخوا خلک تشویش لري که طالبان خلک له کورونو ویستلو یا نورو عقدو ته لمن ووهي ښايي بدې پيښې تکرار شي. شنونکي وايي اړتیا وه چې طالبان خلک سره نیږدې کړي خو ددوی له کړنو د عقدو او استبداد بوی راځي.