ارګ لخوا تازه خپور شوي بیان کې راغلي چې نن ماښام ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا ولسمشر جوبايډن سره دې دواړو هېوادونو تر منځ پرمختللو او دوام داره اړیکو په اړه تلیفوني خبري کړي. بیان کې راغلي چې دې امریکا جمهور رئیس جوبایډن ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړی چې امریکا به د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي. بایډن همدا رنګه د افغان امنیتي ځواکونو پر دفاعي او امنیتي وړتیاوو هم ډاډ ښکاره کړی او ولسمشر غني ته یې ویلي چې دا پدې ډاډه دی چې افغان امنیتي ځواکونو به دې افغانستان دفاع او ساتنه وکړي. همدا شان دې تلیفوني مکالمه کې د افغان سولې او امنیت لپاره د افغانانو په یوالي ، تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو پر ساتنې ، اقتصادي او دیپلوماتیکو اړیکو پیاوړتیا باندې هم دواړه اړخونو ټينګار کړی.
ارګ : افغان جمهور رئیس خپل امریکايي سیال سره تلیفوني خبرې کړي
مخکینی پوسټ