د افغانستان پخواني لومړي مرستیال ولسمشر او د طالبانو ضد مقاومت مشر، امرالله صالح، د امریکا کانګریس د غړي ټیم برچیټ (@RepTimBurchett) له خوا واشنګټن ډي سي ته د خبرو اترو لپاره د بلنې مننه کړې او دا بلنه یې د ستاینې وړ ګڼلې ده.
امرالله صالح په خپل پیغام کې ویلي چې د دې بلنې په اړه یې د کلیدي مشرانو او شریکانو سره د ضروري مشورو لړۍ پیل کړې ده. هغه ژمنه کړې چې د مشورو پایلې به له کانګریس سره شریکې کړي او د راتلونکو ګامونو په اړه به پرېکړه وکړي.
صالح د طالبانو ضد مقاومت د پیاوړتیا لپاره د کانګریس د غړي ټیم برچیټ هڅې هم ستایلي دي، په ځانګړي ډول هغه همغږي کوونکي اقدامات چې د طالبانو پر وړاندې د یوې جامع ستراتیژۍ لپاره روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د کانګریس دغه غړي امرالله صالح ته واشنګټن ته د سفر بلنه ورکړې وه، چې په ترڅ کې یې طالبانو حکومت د امریکا لپاره یو جدي ګواښ بللی و.
دا بلنه د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو هڅو د لا زیاتولو په هدف د امریکا د کانګریس د هڅو یوه برخه ګڼل کېږي.