د اوکراین پوځ تازه بیان کې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې د کورسک اړوند ماریینو سیمه کې د روسي ځواکونو قوماندې په یو مرکز هدفمند برید کړیدی. چې له امله یې یاد مرکز سخت ویجاړ شوی.
که څه هم روسیې پر یاد مرکز د برید په اړه څه ندي ویلي. خو زیاته کړیده چې یاده سیمه کې یې د اوکراین څلور توغندي په هوا کې له منځه وړیدي. په خواله رسنیو خپرو شویو ویډیو ګانو کې د یاد مرکز دننه د برید وروسته ویجاړی ښکاري.
د یادولو ده چې دې وروستیو کې د امریکا او فرانسې په هڅه د روسیې او اوکراین تر منځ د سولې خبرو زور اخیستی خو ورته مهال جګړه هم ورسره سخته شوي. او داسې اندېښنه ده چې د سولې خبرې به بې پایله شي.