د امریکا دفاع وزارت سرچینو رسنیو ته ویلي چې نن ماسپیښین یې مشیګن ایالت ته څېرمه د هورون جهیل په اوږدو کې یو ناپیژندل شوی هدف په هوا کې په نښه او له منځه وړی. همدا شان تېره ورځ هم د امریکا هوایي ځواکونو د کاناډا هوایي حریم دننه او د جمعې په ورځ یې د امریکا شمال ته د السکا ایالت فضا د پاسه نامعلوم اهداف په نښه کړي وو. د یادولو ده چې د تېرې اونۍ راهیسې دا څلورم هوایي برید دی چې د امریکا هوایي ځواکونو یې د خپل هوایي حریم ساتنې په موخه ترسره کوي. که څه هم لومړني برید کې ویشتل شوی هدف یو چینایي بالون وو. خو لا هم پوره معلومه نده چې دا بالون د څه د پاره امریکا فضایي حریم ته دننه شوی وو.