د سوریې وسلهوال مخالفینو حیات تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني تازه بیان کې چې د سوریې له ملي تلویزون په ژوندی بڼه خپریدو ویلي چې پلازمینه دمشق یې نیولی او ولسمشر بشار الاسد تښتېدلی دی، خو د هغه ځای ځایګي لا هم نامعلوم دی.نوموي خپل بیان کې زیاته کړي چې ټول زندانیان خوشي شوي. هغه سوریایان چې دې اسد رژیم څخه د ځان ساتنې په خاطر مهاجر شوي وه. بېرته خپلو کورونو ته په خوشالۍ راروان دي. زه په ټولو وسلوالو او ملکي ولس غږ کوم چې ارامي اختیار کړي . او هیڅوک د ګډوډوی هڅه ونکړي.
نوموړي خپل بیان کې زیاته کړي چې ټول دولتي ادارې به د بشار الاسد د حکومت د لومړي وزیر تر څار لاندې وي، تر هغو چې په رسمي ډول نوي واک انتقال صورت نیولی نه وي.
د یادولو ده چې د تېرو لسو ورځ راهیسې د سوریې یاغیانو په یو ډرامتیک ډول جګړې په ډګر پرمختګ وکړ. چې بلاخیره تېره ورځ یې د اسد کورنۍ لخوا په سوریه د پنځوس کلنې واکمنۍ ته د پای تکی کېښود.