د بلوچستان ګوادر پولیسو رسنیو ته منلي ده چې د یکشنبې سهار ۹ بجې د بلوچستان ایالت ګوادر ښار خورا خوندي امنیتي سیمه کې د پاکستان بنسټګر محمد عليجناح مجسمه په بمونو الوزول شویده. د ګوادر پولیسو مرستیال عبدالکبیرخان زرکون رسنیو ته ویلي چې د یادې چاودنې په هکله جدي پلټنې روانې دي، او لومړني معلومات دا څرګندوي ، کومو کسانو چې دې جناح مجسمه په بمونو الوزولي ، د سیلانیانو په بڼه ګوادر سیمې ته ورغلي وو. بلخوا ته بیا رسینو ته یوه بیان کې د بلوڅو بیلتون پالو ډلې بلوڅ رېپبلېکن ارمي د یادې بمي چاودنې پړه منلي. د یادې ډلې ویاند بابر بلوڅ پر ټوېټر لیکلي چې یاده مجسمه ددوی کسانو له منځه وړي.