د سوریې څخه خبرونه وایي چې د جرمني او فرانسې بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ سوریې ته سفر کړی او پلازمېنې دمشق کې یې د نوي مؤقت حکومت له مشر احمد الشرع سره، چې ابو محمد الجولاني هم مشهور دی، لیدلي.
راپورونه وایي چې د جرمني وزیرې انالینا بیربوک او د فرانسې وزیر ژان نوئل باروټ د دې سفر په ترڅ کې له احمد الشرع سره د سوریې د نوي حکومت په جوړښت، نړیوالو اړیکو او همکاریو خبرې کړي.
د یادولو ده چې تېره میاشت په سوریه کې د بشارالاسد حکومت پرځیدلو وروسته دا د اروپایي اتحادیې لوړ کچې دیپلوماتانو لومړنۍ سفر دی چې سوریې ته یې ترسره کوي.