لیکوال : هلمند پردیس
دا کومه افسانه او يا خيالي کيسه نه ده!
ښه مې په یاد دي؛د دوه زره شپږم کال د اګست میاشت وه. تازه له پوهنتونه فارغ شوی وم او د خوست یوه تکړه جراح پروفیسور سره مې د هغه په شخصي روغتون کې دنده درلوده. تياره ماښام و، چې یوه زخمي پېغله یې عاجلې خونې ته راوړه.
زخمي پېغله له یوې ډېرې لرې غرنیزې سیمې راوړل شوې وه. هغې درې مرمۍ په نس کې خوړلې وې. ډاکټر له نورو مريضانوسره بوخت و، خو چې د دې زخمي ناروغ احوال مو ورکړ، سملاسي راغی او له ناروغ يې پوښتنې پیل کړې.
ناروغې ډېرې ورو، ورو خبرې کولې. ډاکټر پر ما غږ وکړ چې د ناروغې زخمي ځای وګورم، خو زموږ روغتون نه ښځينه نرسه درلوده او نه ښځینه ډاکټره. ډېری وخت به د ولادت یا ورته ځانګړو حالتونو لپاره موږ نورو ښځينه ډاکټرانو پسې خلک لېږل، خو دلته حالت عاجل و او د ناروغ وضعیت هم ډېر وخیم و.
کله مې چې د ناروغې لمن پورته کوله، هغې له ټولو زخمونو او دردونو سره بیا هم اجازه رانه کړه،چې خت يې پورته کړم . په ډېر شرمناک او دردونکي حالت کې یې پروفیسور ته له اوښکو ډکې سترګې ونیولې. پروفیسور چې د موضوع حساسیت یې درک کړ، ژر يې ورته وویل:
“لورکۍ، اجازه ورکړه چې مرسته درسره وکړو. ډاکټر صاحب د ورور په څېر وي، موږ باید عاجل ستا علاج وکړو.”
دغه وخت کې ما داسې احساس کړه چې د زخمي پېغلې له مرګه ویره کمه وه؛ خو د پښتنو د شرم درد ډېره ورخطا کړې وه. دغه حالت زما لپاره هم ډېر دردونکی و.زموږ ټولنه رښتیا هم په دې ډول شرمناکو باورونو کې ډوبه وه. هغه وخت ما دا مسله درک کړه چې نه یوازې ناروغې د خپلو زخمونو درملنې ته اړتیا لرله، بلکې زموږ ټولنې هم د دغسې زړو او غلطو باورونو درملنې ته اړتیا لرله،زموږ خويندی بايد زده کړې وکړي،او د خپلو زخمي خويندو او اولادونو په خپله علاج هم وکړي.
د پروفیسور د خبرو وروسته ناروغې یو څه ډاډ وموند او اجازه یې راکړه چې د هغې مرسته وکړم. ناروغې ډېرې داخلي وینه ورکړه وه،او وضعیت یې ډېر خراب و. زموږ سره هغه شپه انستیزيولوګ هم نه و، خو د خدای رحم و چې پروفیسور ډېر تکړه و. د انستیزیا دنده یې هم خپله پر غاړه واخیسته.
کله چې عملیاتو ته چمتو شوو، یوه بلې ستونزه سره مخ شوو. ناروغې ډېرې وینې ته اړتیا وه. د کورنۍ غړو ته مو وویل چې وینه ورکړي، خو هغوی انکار وکړ. د ناروغې پلار وویل:
“لور مې هسې هم مري، زه زامنو ته اجازه نه ورکوم چې وینه یې عبث لاړه شي.”
دا خبره مې چې پروفیسور ته وکړه، هغه په غوسه بهر ووت، او کورنۍ ته یې وويل چې تاسې له سره انسانان نه ياسته،ځکه چې لور او زوی څه فرق لري،دواړه د خدای نعمت دی،سړی بايد ورباندې شکر وباسي او سمه ساتنه يې وکړي،د پروفيسور له ډېر ټینګار وروسته هغوی ناروغ ته وینه ورکړه.
عملیات پیل شول، چې اته ساعته دوام يې وکړ. په پای کې عملیات بریالي شول، او هغه پېغله چې کورنۍ یې مړه ګڼله، په اوولسمه ورځ په خپلو پښو له روغتونه رخصت شوه. زه هیله لرم چې اوس به هم ژوندۍ او د ښه صحت څېښتنه به وي.
دا کومه افسانه یا خیالي کیسه نه ده، بلکې زما د سترګو لیدلی حال دی. د هغې زخمي پېغلې شرم او زموږ د ټولنې له غلطو باورونو ډک دردناک حالت مې په زړه کې داسې زخم پرېښی چې هېڅکله به مې هېر نشي.
هغه وخت چې انسان د مرګ کومې ته؛د سر د ویښته په شان ورنږدې وي او انسان له مرګ سره اخيري پنجې نرموي مګر سره د دومره دردونو او زخمونو بیا هم د خپل عزت او حیا فکر وکړي، نو زموږ ټولنه به د دا شان پښتنو پېغلو حيا او عزت په کومه تله کې حساب کړي؟
غواړم چې خبره راټوله کړم،د وخت استبدايانو نه تنها د افغانستان د حياناکو او عزتمندو لوڼو پر وړاندې ښونځي او پوهنتونونه تړلي دي،بلکې د دوی عزتونو او حيا باندې يې هم رنګارنګ تهمتونه او داغونه ولږول.
خو يوه خبره د هېڅوک نه هيروي،تاريخ هيڅوک نه بښي، هغوی چې تکراري او قصدي تيروتنې او ظلم کوي،پر هغوی به تاريخ پر بيا،بيا سل ځل غوږونه تاو کړي.