د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ISPR) د روانې دیسبمر لسمه په یوه بیان کې ویلي چې د پوځ د استخباراتي ادارې (ISI) پخوانی مشر متقاعد لیفټننټ جنرال فیض حمید په سیاسي فعالیتونو کې د ښکېلتیا، د محرمو اسنادو د افشا کولو، د دولتي واک او سرچینو د ناوړه استفادې، او مالي فساد په تور رسمي ډول تورن شوی دی.
د پوځ په بیان کې راغلي چې د فیض حمید پر ضد محکمه څلور میاشتې وړاندې پیل شوې وه، او د یادو تورونو له بشپړې څېړنې وروسته، هغه په رسمي ډول تورن پېژندل شوی دی.
د ځينو خبري سرچینو له مخې، جنرال فیض حمید څلور میاشتې وړاندې په راولپنډۍ کې هغه مهال ونیول شو کله چې د پوځ یوه جګپوړي چارواکي د لیدنې لپاره وربللی و. نوموړی تر نیول کېدو وروسته د پوښتنو او پلټنو لاندې دی.
د ISPR په بیان کې ویل شوي چې جنرال فیض حمید د ۲۰۲۳ کال د مې میاشتې نهمې نېټې د پېښې په تړاو هم جلا توګه څېړل کېږي. یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د پخواني وزیر اعظم عمران خان د نیول کېدو پر ضد په ټول هېواد کې پراخ تاوتریخوالی پیل شو او ګڼ دولتي ودانۍ او پوځي تأسیسات زیانمن شول.
د جنرال فیض حمید وکیل، میا علي اشفاق ویلي چې د تورونو پر وړاندې به په محکمه کې کلکه دفاع وکړي او یاد تورونه به له منځه یوسي.
د پوځ په بیان کې دا هم راغلي چې د فیض حمید تر نیول کېدو وروسته درې نور متقاعد پوځي افسران هم نیول شوي او د هغوی پر ضد د یوې سیاسي ډلې په ګټه د بېثباتۍ د هڅو په تور پلټنې روانې دي. که څه هم په بیان کې د سیاسي ډلې نوم نه دی یاد شوی، خو سرچینې وايي چې فیض حمید د تحریک انصاف مشر عمران خان ته نږدې کس ګڼل کېده.
ویل کېږي چې د پخواني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه له تقاعد وروسته، عمران خان غوښتل چې فیض حمید د پوځ مشر وټاکي. خو د عمران خان د حکومت د وخت نه وړاندې پرځېدو سره دغه پلان شنډ شو، او په دې ترڅ کې فیض حمید د وخت نه مخکې د پوځ څخه تقاعد واخیست.
د دې خبر له خپرېدو وروسته، د تحریک انصاف ګوند مشرانو ویلي چې دا د پوځ “داخلي مسله” ده او له ګوند سره هېڅ تړاو نه لري.
د جنرال فیض حمید قضیه په پاکستان کې د پوځ او سیاست ترمنځ د اړیکو یو نوی بحث راپورته کړی. دغه تورونه د پوځ دننه د حساب ورکونې او د قانون د تطبیق لپاره یوه مهمه هڅه بلل کېږي.