د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لخوا تازه جاري کړل شوي بیان کې راغلي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشي د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره دوه اړخیزو همکاریو مظبوطولو او افغان سولې پروسې وروستیو پرمختګونو په تړاو خبرې کړي. د خبرپاڼې له مخې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر قریشي د یو خوندي ، باثباته او سوله ییز افغانستان د پاکستان ګټو لپاره مهم وباله ، او د همدې لپآره يې دې دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او دې افغانستان د سولې پروسې د اسانتیا لپآره د پاکستان پردوامداره سیاست تاکید وکړ