د پښتو ژبې نومیالی شاعر ، لیکوال ، او قانون پوه عبدالرحیم مجذوب نن دې ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شوو. ارواښاد مجذوب په ۱۹۳۵ میلادي کال کې د صاحبداد میدادخیلو کلي د عبدالکریم په کور کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې. ارواښاد مجذوب تر دې دمه د علم او ادب برخه کې ۸ کتابونه او ډېر شمېر ادبي ، علمي مقالې، شعرونه ، نظمونه ، او غزلونه لیکلي چې تازه یې مجذوب کلیاتو کې چاپ شوي کتابونه یو ځای چاپ شوي. د کوزې پښتونخوا ادب پال سید الامین احس خویشګي د ارواښاد مجذوب په اړه لیکلي چې” ارواښاد مجذوب په پښتو کې اساطیري ادب متعارف کونکی ، د شېکسپیر او جان کیټس پښتو مترجم ، د متصوفانه رومانیت بې بدیله شاعر، د خوږ ، ژور نظم او روماني غزل استعداد درلود”. د ارواښاد مجذوب د علم او زده کړو باره کې احسن خویشګي زیاتوي چې ، “ اروښاد مجذوب صیب اولنئ رسمي زده كړې دنورنګ په لوے سركاري سكول كښې په كال نولس سوه پنځوسم (١٩٥٠ع )كښې تر لسمه وكړې او بيائې دډېره اسماعيل خان په ګورنمنټ ډګري كالج كښې ديولسم جومات دپاره داخله اخستلو نه پس هم په دغه كال خپله دغه داخله دبنو لوے سركاري كالج ته منتقل كړه.دلته ددوي ليدل كتل دپښتو ديادغزلګو شاعرپروفېسر رحمت الله درداو عالم اوفاضل محقق سيدتقويم الحق كاكا خېل سره وشول چې هغوي دازلمے پښتو شعر ليكلوته وهڅؤلو، اودوي شاعري شايد په كال نولس سوه پنځوسم(١٩٥٠ع) كښې شروع كړه،دبنو كالج نه ئې په كال نولس سوه درے پنځوسم (١٩٥٣ع ) كښې دولسم پاس كؤلو نه وروستوداسلاميه كالج،پېښور، نه څوارلسم( بي اې) په كال نولس سوه شپږ پنځوسم (١٩٥٦ع )كښې وكړو،اودكال نولس سوه شپږ پنځوسم نه تر اتهٴ پنځوسم( ١٩٥٦-١٩٥٨ع ) پورې ئې دقانون (اېل اېل بي) ډګري تر لاسه كړه،دفارسۍ اوانګريزۍ نه علاوه داردواوفارسۍاستاد شاعر د مرزا اسدالله خان غالب او ډاكټرمحمد اقبال مطالعه ئې هم لرله.ددوي په خيال ‘غالب هر وخت نوے نوے ظهور لري،ډېر بلند خياله دے،’”.