د طالبانو عمومي ویاند ذبیح مجاهد خپل تازه بیان کې ویلي چې نن ماښام د طالبانو ځواکونو کابل کې د داعشیانو پر یوه پټنځای عملیات کړي. او دې دوی مخربو کړنو پلان يې شنډ کړی. د نوموړي په وینا «نن ماښام د طالبانو امنیتي ځواکونو د کابل اولسمې حوزې اړوند خيرخانې سیمې شهرک ذاکرين ته څېرمه د داعشیانو په يو مهم پټن ځای عملیات کړي. چې په ترڅ کې یې دوه داعشیان وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی. او پدې سره کابل کې د یادې ډلې تخریبي کړنو مخه نیول شوي.او دې عملیاتو زموږ ځواکونو ته کوم زیان ندی رسیدلی.»