د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) په خپله تازه خبري اعلامیه کې ویلي چې د سوریې د دیر الزور په ولایت کې یې د داعش مشر ابو یوسف، چې د محمود په نوم هم پیژندل کېده، په یوه هدفمند هوايي برید کې د دوه نورو داعشي جنګیالیو سره یو ځای وژلی دی.
د سینټکام په اعلامیه کې راغلي، دا برید په سیمه کې د داعش د ترهګریزو هڅو د مخنیوي لپاره ترسره شوی. د اعلامیې په وینا، داعش هڅه کوي چې په سوریه کې بندي خپلو اتو زرو جنګیالیو د خوشې کولو لپاره پلانونه جوړ کړي، خو د امریکا پوځ دا ډول هڅې په جدي توګه څاري او اړوند مشران او پلان جوړوونکي په نښه کوي.
سینټکام زیاته کړې چې په سیمه کې به د خپلو متحدینو او شریکانو په همکارۍ، د داعش د بیا راپورته کېدو هر ډول هڅه شنډه کړي، او په ځانګړې توګه هغه مشران او ډلې به له منځه یوسي چې د سوریې له پولې بهر بریدونو ته پلان جوړوي.
د یادولو ده چې د امریکا دفاع وزارت په سوریه کې د اسد ریژیم ړنګیدو وروسته د خپلو سرتېرو شمېر له ۹۰۰ څخه ۲۰۰۰ ته پورته کړی. تر څو تر هغې سوریه کې د ګډوډۍ مخه ونیسي چې یو نوی حکومت په کار پیل او د ګډوډیو ویره له منځه لاړه شي.