ملګرو ملتونو نن دې یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، ملګري ملتونه افغانستان ته په اوونیز ډول نغدې پیسې لیږدوي او د خپلو ورځنیو مصارفو او بشري مرستو ترسره کولو لپاره ترې ګټه اخلي. اعلامیې کې راغلي چې ملګرو ملتونو افغانستان ته وروسته له هغه د خپلو چارو ترسره کولو لپاره د نغدو پیسو په لیږد پیل وکړ چې په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان پخوانی جمهوري نظام له منځه لاړ او نړۍ له افغانستان سره بانکي اړیکې وشلولې. اعلامیه کې زیاته شوي ، پداسې حال کې چې د افغانستان سره د نړۍ بانکي اړیکه شلیدلي ، نو د نغدو پیسو لیږد دې ۲۵ میلیونه اړمنو افغانانو سره په بشري مرستو کې حیاتي رول لوبولی. د اعلامیې له مخې د افغانستان پخواني نظام سقوط وروسته تر دې مهال ملګرو ملتونو افغانستان ته ۱.۸ بیلیونه نغدې پیسې راوړلي، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مختلفو دفترونو لخوا د اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو په ترڅ کې مصرف شوي. اعلامیه کې راغلي چې یادې پیسې د ملګرو ملتونو لخوا د سختو څارنې لاندې او دقیقو ارزونو وروسته په خورا شفاف ډول په مصرف رسیدلي. بلخوا ته بیا څېړونکي پدې باور دي چې د ملګرو ملتونو لخوا افغانستان ته دې نغدو پیسو راوړلو معلومیږي چې نړیوال لا هم اا حکومت لخوا د افغانستان بانکي سیستم لاس اخیستلو باندې باور نلري.