د ننګرهار څخه راپورونه وايي چې نن سهار د یاد ولایت غني خیلو ولسوالۍ سیرګړ بازار کې پر یوه موټر چاودنه شوي ، چې د نوموړي ولایت طالبانو امنیتي او روغتیا برخې مسول تر څنګ ملکیانو ته هم پکې مرګ ژوبله اوښتي. د سرچینې په وینا چاودنه د غني خیلو ولسوالۍ لپاره د طالبانو روغتیا مسول قاري هجرت الله پر موټر پسې د نښلول شوي بم له امله رامنځته شوي چې له امله يې دوه کسان وژل شوي او د قاري هجرت الله په ګډون کسان ۳۶ ټپیان دي. چې د ټپیانو منځ کې د طالبانو پنځه امنیتي کسان هم شامل دي. تر اوسه د یادې پېښې پړه چا پر غاړه نده اخیستي. خو یاده ولسوالۍ کې د تېر حکومت پر مهال داعش وسلوال فعال وو.