کابل – د افغانستان انترنشنل خبري تلویزون د طالب چارواکو د معتبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د کابل په شهرنو سیمه کې د جف ریګسبي په نوم د یوه امریکایي وګړي جسد موندل شوی.
یادو سرچینو ویلي چې د تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې امریکایي او طالب چارواکو هڅه کړې چې د دغه امریکایي مړینه پټه وساتي. د سرچینو په وینا، جف ریګسبي په افغانستان کې د معادنو د تجارت لپاره تېرو درو کلونو کې څو ځلې افغانستان ته سفرونه کړي وو.
د راپور له مخې، د نوموړي جسد د نومبر په شلمه د کابل شهرنو په سیمه کې د هغه له استوګنې ځای څخه ترلاسه شوی. طالبانو دغه جسد د نومبر په ۲۸مه امریکایي چارواکو ته وسپاره او د هغه وخت راهیسې یې د مړینې علت طبیعي بللی و.
سرچینو همدارنګه ویلي چې جف ریګسبي د تېرو درو کلونو په ترڅ کې درې ځلې د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوی و، خو هر ځل بیرته خوشې شوی و.
تر دې دمه د طالبانو حکومت یا د امریکایي چارواکو له خوا د نوموړي مړینې په تړاو کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.