د پکتیکا ګیان ولسوالۍ څخه راپورونه وایي چې نن د جمعې ورځې یولس بجې بیا د پکتیکا ولایت یوې زلزلې ولړزولو. چې له امله یې د یادولایت ګیان ولسوالۍ کې ۵ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
پکتیکا څخه د طالبانو والي ثناوالله معصوم هم رسنیو ته منلي چې د نن ورځې زلزلې له امله په ګیان او برمل ولسوالیو کې خلکو ته دې سراو مال زیانونه اوښتي. او هغه کورونه یې دا ځل نړولي چې تېره زلزله کې زیانمن او تهدابونه یا دیوالونه یې کاږه او بې ځایه شوي وو.
د امریکا ځمکې پیژندنې ادارې هم تایید کړي چې نن یو ځل بیا د رېښتر په کچه ۴ درجې زلزلې افغانستان او پاکستان پولو ته نېژدېسیمې لړزولي. دې یادولو ده چې درې ورځې د مخه هم یوې شدیدې زلزلې له امله دې افغانستان پکتیکا ولایت کې زرګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتي وه.