د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) څارنوال کریم خان په خپل تازه بیان کې ویلي چې ډېر ژر به د افغانستان په اړه د بشري سرغړونو په تور د طالبانو د چارواکو د نیولو حکم صادر شي.
یاده دې وي چې تېره اونۍ د جرمونو نړیوالې محکمې اعلان وکړ چې شپږو هېوادونو (فرانسه، هسپانیه، چیلي، لوکزامبورګ، کوستاریکا، او مکسیکو) په افغانستان کې د طالبانو لخوا د بشري سرغړونو په تور رسمي عریضه وړاندې کړې ده. د محکمې په وینا، دا عریضه منل شوې او دوی یې هرکلی کړی دی.
د یادولو وړ ده چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د واک ترلاسه کولو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سخت محدودیتونه لګولي دي. ښځې له ډېرو کاري فرصتونو څخه منع شوي دي، او نجونې د شپږم ټولګي څخه پورته د تعلیم حق نه لري. دا اقدامات د نړیوالو په کچه د سخت غبرګون او اندېښنو سبب شوي دي.