افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یونما د زدکړو نړیوالې ورځې په مناسبت تازه رسنیز بیان کې ویلي چې تېرو دوو لسیزو زده کړو بهیر په ترڅ کې د افغان مېرمنو ګډون کې د پام وړ زیاتوالی راغلی وو خو پر کابل د نوي واکمنانو لخوا یاد بهیر په ټپه درول شوی ، چې دا د منلو وړ ندی. د یونما په باور چې ، “ هر څوک حق لري چې زده کړې وکړي. خو د افغان مېرمنو څخه دا حق اخیستل شوی. او دا چاره به د زده کړو په ډګر کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې د ننګونو سره مخ کړي”. د ملګرو ملتونو یونسکو سازمان لخوا هم د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت پر کابل واکمنو غږ کړی چې زر تر زره دې افغان نجونو او مېرمنو ته د تعلیم او تحصیل حق ورکړي. د یادولو ده چې تر اوسه د ملګرو ملتونو یاد بیان ته د طالبانو حکومت لخوا کوم رسمي غبرګون ندی ښودل شوی.