د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د ناټو په یوه غونډه کې ویلي، که اوکراین د خبرو اترو له لارې د آلمان سوله ساتو ځواکونو ته اړتیا پیدا کړي، دوی به د اوربند د څارنې لپاره دغه ځواکونه واستوي.
بیربوک ټینګار کړی چې دغه سوله ساتې هڅې باید د یو جدي او پایدار اوربند تړون پورې تړلې وي. د دې ماموریت هدف به په سیمه کې د امنیت تضمین او د تاوتریخوالي د دوام مخنیوی وی.
په دې اړه د اروپایي اتحادیې ځینو مشرانو هم د آلمان د دې وړاندیز ملاتړ کړی دی، خو خپله آلمان کې ځینې سیاستوال او عام وګړي د دې پلان په اړه محتاط دي. د اوږدې جګړې او اقتصادي زیانونو له امله، آلماني ټولنه د جګړې له پراخېدو هم جدي اندېښنه لري.
د اروپایي ټولنې په ځانګړي ډول د ناټو غړي د سوله ساتو ځواکونو د احتمالي ماموریت ملاتړ کوي، خو ټینګار کوي چې دا هڅې باید د اوربند د عملي کېدو لپاره یو مشخص او اغېزناک چوکاټ ولري.