د افغانستان ارزګان ولایت څخه ځايي سرچینې وايي چې نوموړي ولایت کې د خلکو له خوا په غیر مسلکي او غیر قانوني ډول د کبانو نیولو له امله یې د نسل ختمیدو ویره رامنځته شوي. د سرچینې په وینا چې د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ، چنارتو ، خاص ارزګان او چورې ولسوالیو سیندونو کې هر ورځ کب نیوونکي کسان د ذهري موادو او بریښنايي توکو په کارولو سره کبان نیسي ، چې دا غیر قانوني کړنه ده، او مسول چارواکي یې باید مخنیوی وکړي. د یادولو ده چې د یاد ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي هم په غير قانوني ډول د کبانو پر نیولو خبر دي، خو تر اوسه یې پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی. د کرهنې ریاست مسولین وایي د مخنېوي لپاره اوس یوه طرحه جوړه وي.