د ازبکستان اور ګاډو ادارې نړیوالو رسنیو سره تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان له اړخه د تخنیکي ستونزو له امله نوره د افغانستان سره د اورګاډي خدماتو اړیکه نشي ساتلی، او پایته يې رسولي. بلخوا ته د طالبانو حکومت عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد هم منلي چې دې دواړو ملکونو تر منځ دا مهال د اورګاډي خدمات په ټپه دریدلي. خو نوموړي د افغانستان خوا ته تخنیکي ستونزه نه مني. او زیاتوي چې ازبکستان د خپلې خوا څخه دغه اړیکه شلولي. د یادولو ده چې د ازبکستان او افغانستان تر منځ د حیرتان بندر څخه د تر مزار شریف ښار پورې ۷۵ کیلو میتره اوږده اورګاډي اړیکه درلوده چې دا پروژه په ۲۰۱۰ کال کې د پخواني جمهوري حکومت لخوا د ۱۲۹ میلیونه ډالرو په مصرف ګټې اخیستنې ته وړاندې شوي وه.