له یمن څخه راپورونه ښیي چې د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل هوايي ځواکونو د حوثیانو اړوند څو ځایونه د یمن په پلازمېنه صنعا کې په نښه کړل
د حوثیانو اړوند المسیره ټلویزیون راپور ورکړی چې د اسرائیل بریدونو د صنعا نړیوال هوايي ډګر، څو د بریښنا سټیشنونه او د یمن د لویدیځ ساحل درې بندرونه ویجاړ کړي دي
ځايي خبري سرچینو تایید کړه چې په صنعا کې د هوايي ډګر برید دوه کسان وژلي، په داسې حال کې چې په بندرونو د بمبارۍ په ترڅ کې یو بل کس وژل شوی دی. سربېره پر دې، په دې بریدونو کې ۱۱ کسان ټپیان شوي دي
یاده دې وي چې په تېرو اوونیو کې د اسرائیل او د حوثیانو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، او د متقابلو بریدونو دوام د منځني ختیځ د پراخې شخړې خطر زیات کړی دی
اسرائیل د صنعاء هوايي ډګر د یرغلونو پر مهال ویجاړ کړ
مخکینی پوسټ