د اسرایلو د دفاع وزارت په یوه تازه بیان کې ویلي چې تېره شپه د یمن څخه د حوثي یاغیانو توغول شوی توغندی د تل ابیب په مرکزي ښار کې د ماشومانو د لوبو په یو میدان لګیدلی دی.
په عین حال کې، اسرایلي رسنیو راپور ورکړی چې په دې برید کې ۱۴ کسان ټپیان شويدي.
د یادولو ده چې دې وروستیو کې د اسرایلو او یمن کې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو تر منځ تاوتریخوالي زور اخیستی. چې دوه ورځې د مخې د اسرایلو پراخو هوایي بریدونو کې د یمن پلازمینې صنعأ کې د حوثیانو تر کنترول لاندې د تېلو زخیرې او برېښناکوټونه په نښه شوي وه.