د يمن راپورونه ښيي چې د پنجشنبې په ورځ د اسراییلو هوايي ځواکونو د صنعا په پلازمېنه کې د حوثي ياغيانو اړوند څو ځايونه په نښه کړي دي
د حوثيانو پورې تړلې المسيره ټلويزيون راپور ورکړی چې د اسراییلو بريدونو د صنعا نړيوال هوايي ډګر څو د بريښنا مرکزونه او د يمن په لوېديځه ساحه کې درې بندرونه ويجاړ کړي دي
محلي خبري سرچينو تأييد کړې چې د صنعا په هوايي ډګر هوايي بريد کې دوه کسان وژل شوي او په بندرونو بمبارۍ کې يو بل کس وژل شوی او 11 نور کسان په دې بریدونو کې ټپیان شوي دي
ياده دې وي چې په وروستیو اوونیو کې د اسراییلو او د حوثي ياغيانو ترمنځ ترینګلتيا زیاته شوې او متقابلو بریدونو د منځني ختیځ د لا پراخې جګړې خطر زیات کړی دی